ټولنه

په کندزکې څه د پاسه ٢٠٠ کورنيو نغدې مرستې ترلاسه کړې

کابل /د لړم ١٠مه /باختر
د اکتيد موسسې په کندز کې د شهيدانو، معلولينواومعيوبينو له څه د پاسه ٢٠٠ کورنيو سره نغدي مرستې وکړې.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ په کندزکې د اکتيد موسسې مسوولين وايي، په کندزکې د اکتيد موسسې د دغه ولايت دمهاجرينود راستنولوچارو د رياست په همغږي د شهيدانو،معلولينواو معيوبينو له ٢٠٤ کورنيو سره نغدي مرسته وکړه .اوپه هرې کورنى څوارلس زره افغانۍ وويشلې .
د کندزد مهاجرينو د راستنولو چارو رييس مولوي احمد ولي محمدي وويل چې د اکتيدموسسې دغه مرستې په دغوکورنيو په شفاف ډول ويشلي دي .
دغه راز نويد اوشفيع الله چې دغه مرستې ترلاسه کړي دي خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې دغه مرستې ډيرې لږې دي اود کندز له اړو خلکوسره يې د زياتومرستو غوښتنه وکړه.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته