امنیت

په کندز کې اړمنې کورنۍ مرستې ترلاسه کوي

کابل / د سلواغی / ۲۰ / باختر
په کندز کې د یونیسف مرستندویې موسسې په دغه ولایت کې پر ۵۰۰۰۰ اړو کورنیو د مرستو د وېشلو بهیر پیل کړ.
د کندز د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي عبدالولي محمدي د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه مرستې د کندز د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه چې پر هرې کورنۍ ۲۸ قلمه خوراکي او غېرخوراکي توکي وېشل کېږي.
د هغه د څرګندونو له مخې، د کندز د مرکز په ګډون د کندز ټولې ولسوالۍ د یونیسف ادارې د مرستو تر پوښښ لاندې نیول کېږي.
د یادونې وړ ده چې پرون هم د کوردیت موسسې له ۶۶۰ اړو کورنیو سره نغده مرسته کړې ده.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته