امنیت

په کندز کې ددولت شپږتنه وسله وال مخالفين ونيول شول

کندز باختردسلواغې دمياشتې   ٧ :

دکندز ولايت پوليسو پرون مازيګر ددولت له پنځوتنو وسله والو مخالفينو سره يو ځانمرګي بريد کوونکى ونيوه.

دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول سيدسرور حسيني دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دچټک غبرګون دقطعي منسوبينو پرون مازيګر دچهاردري ولسوالۍ دآي خانم دغندي کلي  په سيمه کې دعملياتو په ترڅ کې يوتن ځانمرګي بريدکوونکى يې ددولت له پنځو تنو وسله والو کسانو سره نيولي دي.

خبرځاى ويلي دي  له دوي څخه يوځانمرګي واسکټ ، يو لب تاپ کمپيوتر ، يوه قلمې تومانچه  ، دبيلابيلو وسلو شل ګولۍ اويوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

دغه کسان ترڅارنې لاندې دي 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته