سیاست

د هېواد د ملي امنیت شورا د ولسي جرګې هغې پریکړې ته چې د اساسي قانون د دوه نوي یمې مادې له مخې یې د ملي دفاع او د کورنیوچارو له وزیرانو د باور رایه بیرته واخیستله، احترام کوي

کابل باختردزمري دمياشتي ١٥

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د ملي امنیت د شورا په نننۍ غونډه کې د ملي دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو له زحمتونو او خدمتونو څخه مننه وکړه، د ولسي جرګې پریکړې ته په احترام او د هغې په منلو سره یې دغو وزیرانو ته لارښوونه وکړه چې د نویو وزیرانو تر معرفي کېدلو پورې دې د قانون له مخې خپل کار ته دوام ورکړي.

په همدې ډول جمهوررئیس ستر جنرال بسم الله محمدي او ستر جنرال عبدالرحیم وردګ د هېواد رښتیني، هڅاند او مجاهد زامن وبلل،او وې ویل چې هغوی ډیر کلونه د افغانستان په نوي جوړښت کې کار کړی او د هغه د نظام د پوخوالي لپاره یې هڅه کړې ده چې د افغانستان دولت به نه یواځې دا چې هغوی به په ډیرو ښو دولتي مډالونو و ویاړي، بلکې له هغوی څخه به د تجربه لرونکو افرادو په توګه وغواړي چې د حکومت په نورو برخوکې د خپلو خلکو او هېواد لپاره خدمت ته دوام ورکړي.

په دې غونډه کې ستر جنرال عبدالرحیم وردګ او سترجنرال بسم الله محمدي د هغه باورله امله چې په پر دوی موجود و مننه وکړه،او وې ویل  چې په تیرو لسو کلونوکې یې په ټول توان سره هڅه کړې ده چې د افغانستان د امنیتي نظام د جوړولو او ټینګښت لپاره کار وکړي او د ملي روحیې په پیاوړتیا کې هڅاند و اوسي. دوی وویل چې د هېواد د سربازانو په توګه به دپخوا په شان د خپلو خلکو او هېواد په خدمت کې و اوسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته