خبرونهامنیت

په کندز کې دوه تنه د اخلاقي فساد په تور ونيول شول

کابل، د چنګاښ١٩مه، باختر

د کندز امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې دوه تنه د اخلاقي فساد او یو بل یې د بېځایه ډزو کولو په تور نیولي دي.

د کندز د امنيي قوماندانۍ وياند قاري عبيدالله عابدي باختراژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي چې د کندز د درېیمي امنيتي حوزې ځواکونو دوه تنه د اخلاقي فساد په تور نيولي دي.

عابدي زياته کړه چې د کندز امنيتي منسوبانو تېره شپه يو تن هغه مهال ونيو، چې په چره يي ټوپک سره يې بېځايه ډزې کولې.

د سرچينې په وينا، نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى دى.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته