خبرونهاقتصادټولنه

په کندز کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له لارې څه باندې ۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

کابل، د غبرګولي ۲۴ مه، باختر

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له وروستیو بدلونونو او په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو له بیا فعالېدو وروسته، د کندز ولایت د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې هم هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه یو پر بل پسې فعالې کړې.

د کندز ولایت د احصایې او معلوماتو رییس مولوي فضل الله ساپی وايي، چې د الکترونیکي تذکرو د دریو وېش څانګو په لرلو توانېدلي چې په وروستیو څو میاشتو کې نږدې ۲۵ زره کسانو ته الکترونیکي تذکرې ووېشي او له دې درکه دولت ته څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ عواېد هم راټول کړي.

د ښاغلي ساپي په خبره، په کندز ولایت کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې د ۸۹ کارکوونکو په لرلو چې ۱۱ یې ښځې دي، هره ورځ د نږدې ۵۰۰ غوښتونکو بایومټریک معلومات ثبتوي.

نوموړی زیاتوي، په دغه ولایت کې د  الکترونیکي تذکرو له وېش وروسته خدمتونه او د مثنی تذکرې وېش په لومړۍ وېش څانګه کې فعال دي.

د یادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د یوې الکتروني تذکرې بیه ۳۰۰ افغانۍ او د یوې مثنی بیه ۵۰۰ افغانۍ ده او له دې پرته هېڅ لګښت نه لري.

ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته