خبرونهټولنه

په کندز کې د جنوب ختیځو ولایتونو زلزله ځپلو ته پيسې راټولې شوې

کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر

د کندز سیمه ییزې ادارې او د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تېرو څو ورځو په بهیر کې وکولای شول د ملي سوداګرو په همکارۍ د خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو زلزله ځپلو ته له یو میلیون څخه زیات افغانۍ راټولې کړي.

دغه نغدې پيسې چې د کندز په بېلا بېلو برخو کې د مؤظفې کمېټې د هلو ځلو له امله راټولې شوې وې پرون د دغه ولایت د والي ملا نثار احمد نصرت، ملي سوداګرو او د دولتي ادارو یو شمېر رئیسانو په شتون کې د کندز ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس ته وسپارل شوې چې ډير ژر به له دې لارې د دغو ولایتونو زلزله ځپلو ته وسپارل شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته