ټولنه

په کندز کې د سړک جوړولو د دريو پروژو کار پيل شو

کابل / د لړم٤/ باختر:
د کندز ښاروال مولوي الياس پرون د کندز ښار د سړکونو د ترميم او رغولو کار پرانست.
د کندز ښاروالۍ سکتوري آمر انجينر محمد افضل ذکي د باخترآژانس خبريال ته وويل:
لومړۍ ناحيې پورې اړوند د قوماندان نصرالله وړکي سړک، دويمې ناحيې پورې اړوند د حاجي اسلم فرعي سړک او د وزلوبې ډګر ته څېرمه سړک د اوارولو او کريړ اچولو کارپيل شوى دى.
د هغه د څرګندونو له مخې، دغه سړکونه د څه د پاسه دوه کيلومتره اوږدوالي او شپږ متره سور او د ويالو او کريړ اچولو، کانکريت اچولو او اوارولو په ګډون د کندز ښاروالۍ له بودجې څخه جوړېږي.
د کندزښاروالۍ سکتوري امر زياته کړه، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د سيمې د خلکو زياتې ستونزې اوارې شي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته