ټولنه

په کندز کې د شهیدانو وارثانو او ټپيانو نغدي مرسته ترلاسه کړه

کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
په کندز کې د شهیدانو پر ٣٠٠ وارثانو او ټپيانو نن نغدې پيسې ووېشل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کندز ولايت سرپرست نجيب الله عمرخېل د دغې مرستې د وېش په وخت کې وويل چې دغه ولايت د مرستندويو موسسو په همکارۍ د هر شهيد پر کورنۍ او ټپي ۲۷ زره ۶۶۰ افغانۍ نغدې پيسې ووېشلې.
د کندز د سيمه ييزې ادارې رهبرۍ، سيمه ييزو ادارو او مرستندويو بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې د بې ځايه شويو د اړتياوو د څېړنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته