کابل / د وري ۲۸مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو په کندز کې د غضنفر روغتیايي علومو انستیتیوت د کانکور آزموینې د اخیستلو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې آزموينه کې ۱۹۵۰ نارينه او ښځينه داوطلبانو برخه اخيستې وه.
دغه وزارت نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې دغه آزموينه د کندز د والي نثار احمد نصرت، د عامې روغتيا وزارت د پلاوي، د اړوندو ادارو د استازو او رسنيو په شتون کې په ډاډمنه فضا کې ترسره شوه چې په کې ۱۹۵۰ نارينه او ښځينه داوطلبانو برخه اخيستې وه.
ټاکل شوې ده چې د ګډون کوونکو له جملې څخه ۱۶۰ تنه د عالي نرسنګ، د غاښونو پروتيز، فارمسي، طبي ټکنالوژۍ او قابله ګۍ په څانګو کې ومنل شي.
تېره اوونۍ هم د عالي نرسنګ، د غاښونو پروتيز، فارمسي، طبي ټکنالوژۍ او قابله ګۍ په څانګو کې په یاد انستیتیوت کې له ۱۷۶۰ کسانو د کانکور آزموینه اخیستل شوې وه.
وهاج