خبرونهاقتصاد

په کندز کې د ميوو بڼونو د جوړولو لپاره هڅې پيل شوې دي

کابل/ د مرغومې ۲مه /باختر

په کندزکې د ميوو د لسګونو نويو بڼونو د جوړولو لپاره هڅې پیل شوې دي

د دغه پروګرام په چوکات کې ټاکل شوې ده د ميوو په زرګونونيالګي د کندز په بزګرانو و وېشل شي.

ټاکل شوې ده په دغونيالګو سره به په ٥١٥جريبه ځمکه کې د ميوو لسګونه بڼونه جوړ شي.

د کندز د کرنې رييس مولوي امان الله حسن باخترآژانس ته وويل  چې د دغو بڼونو د جوړولو لپاره په بزګرانو د نيالګيو  وېشلو بهير پيل شوى دى.

په دې پړاو کې ټاکل شوې ده د ميوو  ٥٠ زره  نيالګي د سولې بنسټ له خوا په بزګرانو و وېشل شي.

د کندز والي ملا نثاراحمدنصرت د دغو نيالګيو د وېشلو په مراسموکې له بزګرانو وغوښتل چې د دغو نيالګيو د روزنې او په کندز کې د ميوو د حاصلاتو د زياتوالي لپاره هڅې وکړي.

هغه وويل چې حکومت به د کرنې د وزارت له لارې بزګرانو ته مالي او فني مرستې برابرې کړي.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته