امنیت

په کندز کې د يوې کورنۍ څلور غړي ووژل شول

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه په کندز کې د يوې کورنۍ څلور غړي ووژل.
د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې يوې سرچینې باختر آژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو کسانو د دغې ولسوالۍ په بخاري بند سيمه کې د استوګنې پر يو کور بريد وکړ او د يوې ښځې په ګډون د يوې کورنۍ څلور غړي ووژل.
ويل کېږي په دې پېښه کې دوه نورې ښځې ټپيانې شوې.
د کندز سيمه ييز مسوولين وايي چې د دغې پېښې په اړوند څېړنې پيل شوې دي.
تراوسه د پېښې مسووليت هېچا نه دی منلی.
د سيمي اوسېدونکو هم باختر آژانس ته وويل چې دغې کورنۍ له چا سره دښمني نه لرله.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته