ټولنه

په کندز کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

کابل / د وري ۳ مه / باختر
د ښځو د لاسي صنايعو، لبنياتو، محصولاتو او د نورو کورني توليداتو نندارتون نن په کندز ښار کې جوړ شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه نندارتون د کندز د صنعت او سوداګرۍ رياست د خصوصي بنسټونو په همکارۍ جوړ کړى او په کې د غاليو، لاسي صنايعو او د زراعتي محصولاتو په ګډون د کندز د صنعتکارو او سوداګرو ښځو توليدي محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د دغه نندارتون د جوړولو موخه د توليدي او صنعتي فابريکو د ځان بسیاینې لپاره، د کندز د صنعتکارو او سوداګرو ښځو د توليدي محصولاتو او د هېواد د کورنيو توليداتو ملاتړ بلل شوی دى.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته