په کندز ولايت کې پرون دښځو پرخلاف د تاو تريخوالى د له منځه وړلو کمپاين پيل شو
دکندز ولايت د ښځو د چارو رئيسې نادرې ګياه د باختر اطلاعا تي اژانس ته وويل دغه کمپاين ددغه ولايت د ښځو د چارو درياست اود مدافع وکيلا نو د خپلوا ک کميسيون دټولنې دسا حوى دفتر له خوا پيل شوى دى او اوولس ورځې به دوام و کړې
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په روان کال کې په دغه ولايت کې دښځو پرخلاف په سلو کې اويا پيښې ثبت شوى دى چې د تاوتريخوالى زيا تره پيښې تل په لرو پرتو ولسواليو کې شوي دي
دښځو د چارو رئيسې وويل د اړوندو مرکزو نو له خوا ددوسيو له څيړلو ، دورکشا پو نو له جوړولو اود زده کړې د پرو ګرا مو نو په برا بر ولو سره سره له بده مر غه په کندز کې دښځو پرخلاف د تا و تريخو الى شمير نه دى کم شوى
ميرمن ګياه دښځو پرخلاف د تا و تريخو الى د زيا تو الى عوا مل بيوزلي ، وز ګارتيا ، د هيواد په قوا نينو نه پو ها وى اود پو هى د کچې ټيټوالى و بلل
ده له خلکو او له اړوندو مرکزونو څخه يوځل بيا وغو شتل چې د ښځو اړ تيا ته چې دټولنې زيان منوونکى قشر دى جدي پا ملرنه و کړې