– کابل / دغبرګولي٣مه / باختر
په کندز کې د امو د کبانو د روزنې اتحادیې په دغه ولایت کې د کبانو د روزنې پر ۳۱ فارمونو په ټيټه بيه د کبانو بچيان وپلورل.
د کندز د امو د کبانو د روزنې د اتحاديې رييس عطاءالله د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغه ولایت کې یې پر ۳۱ فارمونو ۱۵۰ زره د کبانو بچي وپلورل.
دغه فارمونه د آمو د کبانو د روزنې اتحادیې غړیتوب لري.
هغه زیاته کړه، چې په کندز کې د کبانو د روزنې لارښوونې او تخنیکي ستونزې یاده اتحادیه حل کوي.
دغه اقدام د کبانو روزنې سکتور د ودې، د کار پیدا کولو او د خلکو پر ځان بسیاېینې په موخه شوی دی.
/ذ