ټولنه

په کندز کې زرګونه بېوزلې کورنۍ سروې شوې

کابل/ د سلواغې ١٩ / باختر:
د اکتيد موسسې مسوولينو د کندز ولايت په قلغه زال ولسوالۍ کې ٤ زره اړو او بيوزلو کورنيو د سروې خبر ورکړ.
ويل کېږي ټاکل شوې ده دغه کورنۍ د مرستندويو موسسو له بشري مرستو چې ژمنۍ بستې، خوراکي توکي او نغدي مرستې پکې دي ګټه واخلي.
د کندز د قلعه زال ولسوال عصمت الله حسامه د اکتيد دفتر له مسوول يماحسن سره په کتنه کې له اړو کورنيو سره د اکتيد موسسې د ملاتړ په خاطر قدرداني وکړه او په دغې ولسوالۍ کې يې له اړو کسانو سره د دغې موسسې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
دغه راز د اکتيد د دفتر مسوول په دغې ولسوالۍ کې د٥٤٠٠ کورنيو د سروې خبر ورکړ او ويې ويل چې له دې جملې څخه ټاکل شوې ده په ٤ زره کورنيو ژمنۍ بستې وويشل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اکتيد موسسې پرون په کندز کې په ٦٣٢ اړو کورنيو د نغدي مرستو د ويشلو بهير پيل کړ.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته