ټولنه

په کندز کې زرګونه کورنۍ نغدي مرسته ترلاسه کوي

کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر
په کندز کې پر زرګونو کورنيو د نغدي مرستې د وېش بهير پيل شو.
د کندز له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس محمد کريم کريمي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه اداره د مرستندويو موسسو په همکارۍ له ۳۰۰۰ کورنيو سره چې هېواد ته رستنې شوې دي، ۶/۶ زره افغانۍ نغده پيسې وېشي.
دوه مياشتې مخکې هم همکارو موسسو ۱۸ میليونه افغانۍ پر بېځايه شويو کورنيو وېشلې وې.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته