ټولنه

په کندز کې زر کورنۍ خوراکي توکي ترلاسه کوي

کابل / د وري ۲۳ مه / باختر
په کندز کې نن پر زرو کورنیو د خوراکي توکو د وېش بهیر پیل شو.
د کندز له پېښو سره د مبارزې رییس محمد کریم کریمي باختر آژانس ته وویل چې دغه ریاست په دغه ولایت کې پر زرو اړو او بې ځایه شویو کورنیو خوراکي توکي وېشي.
کریمي زیاته کړه چې په دې دوره پر هرې کورنۍ دوه بورۍ۵۰ کیلويي وریجې وېشل کېږي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته