خبرونهروغتیا

په کندز کې شپږ ټنه تاریخ تېري درمل وسوځول شول

– کابل / د وري ۱ / باختر

د کندز د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې شپږ ټنه تاریخ تېري او بې کیفیته درمل وسوځول.

دغه درمل په کندز کې له عمده پلورونکو او د ښار له درملتونونو راټول شوي وو.

د کندز د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله ساحل وايي چې د روغتیا د څارنې او ارزونې او د روغتیا او څېړنو د قوانینو ګډې کمېټې په همکارۍ راټول شوي ۶ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېري درمل په دشت آبدان کې وسوځول شول.

د عامې روغتيا رئيس زياته کړه چې په دغه ولایت کې له منظم پلان او مهالوېش سره سم د بې کيفيته او د تېر تاریخ درمل راټولولو بهير دوام لري.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته