اقتصاد

په کندز کې لسګونه کرنیزې پروژې پلې شوې دي

کابل / د وري ۲۹ مه / باختر
د کندز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په تېر یو کال کې لسګونه کرنیزې پروژې پلې شوې دي.
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي باختر آژانس ته وویل چې په تېر یو کال کې د ۹۲ میلیونو افغانیو په لګښت۲۲۰ سترې او کوچنۍ کرنیزې پروژې د کندز په مرکز او ولسوالیو کې تطبیقې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې په دغو پروژو کې ۶۱ ممیزخونې، د پیازو ۱۰۵ زېرمې، د میوې د وچولو۵۰ سولري دستګاوې او د ۲۵ ټنه کرنیزو محصولاتو په ظرفیت څلور سړې خونې شاملې دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته