کابل / د کب لومړۍ / باختر
د کندز پوليسو په تېرو دوو اوونيو کې په دغه ولايت کې لسګونه کسان د جنايي جرمونو په اړوند نيولي دي.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني باختر آژانس ته وويل: د کندز له جنايي جرمونو سره د مبارزې ادارې کارکوونکو دغه کسان د کندز له بېلابېلو سيمو څخه د وژنې، غلا، ټپي کولو، باج اخيستنې، جنسي تيري، وهل او ډبول او نور جنايي جرمونو په اړوند ونيول.
رحماني زياته کړه: یادو کسانو په زياتره قضیو کې چې د ټولنې د نظم د ګډوډولو سبب کېږي، لاس درلود.