– کابل، د چنګاښ٢٣مه، باختر
د کندز امنيتي چارواکي وايي چې په تېرو ٤٨ ساعتو کې يې په دغه ولايت کې١٩ تنه د جنايي جرمونو په تور نيولي دي.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند قاري عبيدالله عابدي د باختراژانس خبريال ته وويل چې د امنيې قوماندانۍ منسوبینو په تېرو ٤٨ ساعتو کې د کندز ښار له اړوندو سیمو څخه ١٩ تنه د جوارګرۍ، غلا او د نشه يي توکو د پلور په تور نيولي دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه کسان د کندز اوسېدونکو د مخکنيو معلوماتو پر بنسټ تر تعقيب لاندې و چې په بېلابېلو عملياتو کې نیول شوي دي.
د هغه په وينا، نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.
\ ذ