خبرونهامنیت

په کندز کې ٧ تنه د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

کابل، د چنګاښ٢٧مه، باختر

د کندز امنيتي ځواکونو نن په دغه ولايت کې ٧ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د کندز د امنيي قوماندانۍ وياند قاري عبيدالله عابدي باختراژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو په  تېرو ٢٤ ساعتو کې يوه ښځه  له کور څخه  د تېښتې په جرم او ٦ تنه نور  د غلا او نشه يي توکو د پلور په تور نيولي دي.

د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې دغو کسانو په خپلو لومړنيو تحقيقاتو کې په  خپل جرم اعتراف کړى، چې له تحقيقاتو وروسته به عدلي او قضايي بنسټونو ته ور معرفي شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته