کابل ، د چنګاښ ۸ مه ، باختر
د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې پر زرګونو اړمنو کورنيو د نغدي او خوراکي توکو د وېش بهير نن پيل شو.
د کندز د خان اباد ولسوال قاري نعمت الله صلاح الدين باختر آژانس ته وويل، چې( ASIO ) موسسې په خان آباد ولسوالۍ کې له ٢٥٧٩ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرستې پيل کړې دي.
هغه زياته کړه، چې په مرسته کې ۱۰۰۰ اړمنو کورنيو ته یوه – یوه بورۍ اوړه، ٦ کيلو دال، ۵ کيلو غوړي او د ماشومانو لپاره د خوار ځواکۍ مواد ورکول کېږي او ۱۵۷۹ نورو کورنیو ته څلور میاشتې پرلپسې هره میاشت څلور-څلور زره افغانۍ ورکول کېږي.
د خان اباد ولسوال له اړمنو او مستحقو کورنيو سره د لا زياتو مرستو پر دوام ټينګار وکړ.
\ ذ