ټولنه

په کندز کې په اړو کورنيو د وچې ډوډۍ د ويشلو بهيرپيل شو

کندز / د ثور ١٦ مه / باختر
په  کندز کې په څه دپاسه  يوولسو زرو –  اړو  کورنيو د وچې ډوډۍ د ويشلو بهير  پرون  ماښام  پيل شو.
د کندز د والي وياند عصمت الله مرادي باختر اژانس ته وويل ؛ د کندز ښار په  ٢٠٠ نانوايانو کې په ١١٦٥٠ اړو کورنيو لس لس ډوډۍ  په وړيا ډول ويشل کېږي چې دغه بهير تر يوې مياشتې پورې دوام لري او داړتيا په صورت کې به تمديد شي .
دکندز والي عبدالجبارنعيمي  دډوډۍ دويشلو په بهيرکې وويل  چې دولت  دغه  کار د قرنطين په ورځو کې  له اړو کورنيو سره دمرستې په خاطر پيل کړى دى.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته