سیاست

د یونسکو نړیوال سازمان په ۷ ۳ مه عمومي غونډه کې دپوهنی د محترم وزیر ګډون

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٢:
د افغانستان د پوهنې وزیر جلالتمآب فاروق وردګ د یونسکو په ۳۷مه عمومي غونډه کې، چې د فرانسې په پاریس ښار کې جوړه شوې ګډون وکړ.
دغه غونډه په هرو دوو کلونو کی یوځل د ‍۱۳۹ هیوادونو د پوهنې د وزیرانو په ګډون جوړېږي، چې په لړ کې یې ددې سازمان د همکاریو تر پوښښ لاندې هیوادونو اړونده کاري موضوعګانې څېړل کېږي.
دپوهنې وزارت دخپرونو رياست باختر آ ژانس ته خبر ورکړ :
د ملګرو ملتونو د تعلیمي او فرهنګي سازمان دروان کال په  غونډه کې د پوهنې  وزیر فاروق وردګ د جمهوررييس  حامد کرزي، افغان ولس او د ۱۰.۵ میلیونو افغان زده کوونکو د مبارکۍ مراتب د سازمان مشرې مېرمن ایرینا بوکووا ته وړاندي کړل .
دپوهنې وزیرفاروق وردګ د افغان دولت د استازي او په نړیواله کچه د پوهنې د یوه بریالي وزارت د وزیر په توګه خبرې وکړې. هغه د افغانستان له پوهنیز سیستم سره تر ۲۰۱۵ کال وروسته د یونسکو پر مرستو ټینګار وکړ او هغه یې مهمې وبللې او زیاته یې کړه:" پر بشري سرچینو پانګونه باید د داخلي امکاناتو او نړیوالو مرستو پر مټ پیاوړې شي او په دې لاره کې د یوه مهم مرستندوی په توګه باید د یونسکو ځای لا ښکاره او د پام وړ وي."
هغه په هیواد کې د پوهنې د بې سارو لاسته راوړنو یادونه هم وکړه او دايې هم بیان کړل او ويې ويل  چې افغانستان څنګه وکړای شول  له یوه معیوب تعلیمي سیستمه، چې یوازې یو میلیون زده کوونکي یې درلودل، یو پرمختللی او د لس نیم میلیونه زده کوونکو لرونکی سیستم جوړ کړي.
ددې غونډې په لړ کې ددې ترڅنګ چې د تېرو ښوونیزو پروګرامونو په ځانګړي ډول د سواد زده کړې د پروګرام چی یونسکو سازمان یې تر ۲۰۱۵ کال پورې یو مهم تمویلوونکی دی ارزونه وشوه، د نویو پروګرامونو په اړه هم چې یونسکو به یې دافغانستان دمعارف د کیفیت د لوړوالي په موخه پر مخ بیایي بحث وشو، چې له نیکه مرغه د سازمان لخوا ومنل شول.
دهیواد د پوهنې وزیر فاروق وردګ په دې سفرکې د بيلابيلو هیوادونو له لوړپوړو چارواکو سره هم لیدنه او خبرې وکړې او د هیواد له معارف سره یې د هغوی د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې د هیواد د پوهنې پرمختګونه او لاسته راوړنې د
دبيلابيلوهیوادونو داستازو له خو وستایل شوې او ژمنه وشوه، چې د
مرستې به دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته