خبرونهټولنه

په کندز کې ۳۲ تنه په ترافیکي پېښو کې ټپیان شوي دي

کابل، د چنګاښ ۲۲ مه ، باختر

په کندز کې د لوی اختر په دریو ورځو کې ۳۲ تنه په ترافیکي پېښو کې ټپیان شوي دي.

د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجیب الله ساحل باختر آژانس ته وویل، چې د لوی اختر له لومړۍ ورځ څخه تر ننه  پورې په ترافیکي پېښو کې ۳۲ تنه ټپیان د کندز حوزوي روغتون ته د درملنې په لپاره لېږدول شوي دي.

د کندز د عامې روغتیا رئیس سره له دې چې د ټولو ټپیانو روغتیايي حالت ښه بللی او همداراز زیاتوي چې دغه ترافیکي پېښې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته