امنیت

په کندهار کې دچاودنې مخنيوي

افغان ځواکونو پرون دکندهار ولايت دژيړۍ ولسوالۍ واټ  کې دڅه ناڅه شلو ماينونو په شنډولو سره دخونړيو چاودنو مخه ونيوله .

درارسيدلو خبرونو له مخې دغه ماينونه دوسله والو طالبانو له خوا ددغې ولسوالۍ دتګ راتګ په مهمو سيمو کې ايښودل شوي وو.

دکندهاردپوليسو په هغې خبرپاڼه کې چې دباختر اطلاعاتي اژانس ته رسيدلي ده ويل شوى  دى چې طالبانو غوښتل په دغو ماينونو سره دافغان اوناتو دځواکونو په کاروانونو اوګزمو بريد وکړې .

ددغې خبرپاڼې دمعلوماتوله مخې دماينونو په شنډولو کې چاته زيان نه دي اوښتي .

په دې وروستيو وختو کې طالبان له  افغان ځواکونوسره دنښتې لپاره په واټ کې ماينونه کاروي  اوهغه ماينونه چې زياتره ملکي وګړي پکي قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته