ټولنه

په کونړکې د اوبو لګولو د لسګونو شبکو جوړول، په لسګونوزره کورنيو د څښاک روغتيايي اوبو ته لاسرسۍ وموند

٨- کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
په کونړکې د اوبو رسولو د لسګونو شبکو جوړول، د لومړي ځل لپاره په لسګونو زره کورنيو د څښاک روغتيايي اوبو ته لاس رسۍ وموند.
د سويډن کمېټې په افغانستان کې د اوبو رسولو د دغوشبکو د جوړولو په خاطر څه ناڅه د ٥٨ ميليونه افغانيو لګښت وکړ.
د کونړد کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې د دغه پروګرام په درشل کې په شيګل او مرورې ولسوالۍ کې د اوبو رسولو٣٠ شبکې جوړې شوې چې لس زره کورنۍ ترې ګټه اخلي.
د شيګل اومرورې د کليو اوسيدونکي په خوښي سره وايي چې مخکې له دې موږ د ويالو له اوبو استفاده کوله چې په راز راز ناروغيو اخته کېدو .
ختم- شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته