امنیت

په کونړ دتوغنديو توغول دوام لري.

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٢ :
دپاکستاني مليشوله خوا په کونړباندې راکټي بريدونه دغه راز دوام لري.
دباختراژانس دخبرله مخې،  پاکستاني مليشو تيره شپه  دډيورند کرښي له  اخوا څخه د کونړولايت په دانګام ولسوالۍ باندې څه ناڅه ديرش توغندي وتوغول چې دسرزيان يې نه دى اړولى .
ددغې ولسوالۍ ځنګلونه  چې دپاکستاني مليشو  دتوغنديو دلګيدو له امله اور اخيستې وه دغه راز سوځيږي .  تراوسه پورې  دسيمې خلک هلې ځلې کوي چې داور دپراختيا مخه ونيسي .
پاکستاني مليشو تراوسه پورې دکونړولايت په بيلابيلو سيمو  څلور زره توغندي توغولي دي چې له امله يې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او په سلګونو کورونه ويجاړ شوي دي  او دغه راز  په سلګونو کورنۍ دخپلو کورونو پريښودو ته اړشوي دي .
 

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا