خبرونهروغتیا

په کونړ کې به نږدې ۲۰۰ زره ماشومان واکسین شي

کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر

په کونړ کې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي څلور ورځنی کمپاین پیل شوی چې په ترڅ کې به یې نږدې ۲۰۰ زره ماشومان واکسین شي.

ځايي چارواکي وايي، چې په دغه کمپاین کې به په مرکز او ولسوالیو کې له پنځه کلنې څخه ښکته ۱۹۲۷۲۵ ماشومان واکسین شي.

د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقـاني باختر آژانس ته وویل چې د کمپاین ښه ترسراوي لپاره یې ټولو ملکي او نظامي مسوولینو ته لارښوونه کړې او له خلکو هم هیله کوي، چې د پولیو ناروغۍ څخه د مخنیوي په موخه خپل له پنځه کلنۍ څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته