کابل / د سلواغې ۴ مه / باختر
د کونړ د امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې درې تنه د نشه يي توکو قاچاق په تړاو نیولي دي.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر قاري احمدالله جواد باختر آژانس ته وویل چې په یو سوزکي ډوله موټر کې دېرش کیلو ګرامه ځای پر ځای شوي نشه یي توکي یې ترلاسه کړي. په وینا یې د ترلاسه شویو نشه يي توکو په تړاو یې درې تنه هم نیولي دي.
ن/ر
6 د یوې دقیقې څخه لږ