کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر
د احصایې او معلوماتو ملي اداره په کونړ ولایت کې د الکترونیکي تذکرو دوې فعالې وېش څانګې لري، چې یوازې په وروستیو څو میاشتو کې یې څه باندې ۱۹ زره او څلور سوه الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.
د کونړ د احصایې او معلوماتو رییس مولوي عبدالغفار ذکي وايي، چې د دغه ولایت د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې د ۶۲ تنو کارکوونکو په درلودلو سره هره ورځ نارینه او ښځینه غوښتونکو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش اړوند خدمتونه وړاندې کوي.
ذکي زیاتوي، په کونړ کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې معمولاً د سهار له ۸ د مازیګر تر ۴ بجو د غوښتونکو پرمخ پرانېستې وي، چې هره ورځ شاوخوا ۱۳۰ غوښتنلیکونه طی مراحل کوي او د دې ترڅنګ چاپ شوې تذکرې وېشي.
نوموړي وویل، چې د تېرو څو میاشتو په لړ کې یې څه باندې ۱۹ زره او څلور سوه الکترونیکي تذکرې وېشلي او له دې درکه یې د دولت خزانې ته نږدې ۱۱ میلیونه افغانۍ عواېد هم جمع کړي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو له بیا ځلې فعالولو سره وکړای شول، د الکترونیکي تذکرو د وېش ملي بهیر خپلې عادي بڼې ته راوګرځوي او د غوښتونکو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د یوې الکترونیکي تذکرې بیه ۳۰۰ افغانۍ او د یوې مثنی تذکرې بیه ۵۰۰ افغانۍ ده، چې پر دې سربېره بل هېڅ لګښت نه لري.
س.صدیقي