ټولنه

په کونړ کې د شهیدو شویو سرتېرو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
په کونړ کې د افغان ځواکونو په لیکو کې د ۵۴۰ شهیدو شویو سرتېرو کورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل.
د کونړ والي محمد اقبال سعید د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې یاده مرسته ملي دفاع وزارت کړې ده، په خبره یې د هېواد د دفاع په لاره کې به د ټولو شهیدانو له کورنیو سره په هره برخه کې اړینې مرستې ترسره کېږي.
‏‎په همدې حال کې د شهیدانو د کورنیو غړیو وویل چې تل به د خپلې خاورې او ولس دفاع کوي او د خپلو شهیدانو لار به تعقیبوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د شهیدو شویو سرتېرو پر کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وېشل شوې دي.
ملي دفاع وزارت وايي چې د مرستو د وېش دغه لړۍ به د هېواد په ګوټ ګوټ کې دوام وکړي او د شهیدو شویو سرتېرو پر کورنیو به ووېشل شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته