خبرونهاقتصاد

په کونړ کې د نفرايټ  کان د استخراج چارې پیل شوې

 کابل/ د غوايي٢٧مه/ باختر

په کونړ ولايت کې د نفرايټ کان د استخراج چارې پرون پيل شوې.

ټاکل شوې ده د رويا د ډبرو ايستلو شرکت د دغه کان  له اف بلاک څخه د نفرايت  ډبرې استخراج کړي.

د قراردادي شرکت مسوولين وايي چې ټاکل شوې ده د پنځو کلونو په بهير کې  له دغه کان څخه د نفرايټ ٢٥٠٠ ټنه زينتي او قيمي ډبرې استخراج کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په پنځو کلونو کې به له یاد کان څخه دوه ميليارده شپږسوه پنځوس ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه او د دولت حساب ته به جمع شي.

د نفرايټ د ډبرو کان د کونړ ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې موقعيت لري. دغه ډبره په نړۍ کې له ډيرو قيمتي ډبرو څخه شمېرل کيږي.

له نفرایټ ډبرې څخه د ګاڼو په جوړولو او د ښکلا په وسايلو کې استفاده کېږي.

د کونړ والي شيخ الحديث محمد قاسم خالد باختر اژانس ته وويل چې د قرارداد له مخې قراردادي شرکت په پنځو کلونو  کې له دې کان څخه  دوه زره پنځه سوه ټنه زينتي او قيمتي ډبرې استخراجوي.

هغه له پانګه والو وغوښتل چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.

د کونړ د نفرايټ ډبرو کان شپږ بلاکونه لري چې په ټولو بلاکونو کې د سروې پړاونه بشپړ شوي .

کارپوهان وايي چې له کانونو څخه د ګټې اخيستنې په صورت کې افغانستان کولاى شي چې په ډېر لږ وخت کې د نړۍ په پرمختللي هېواد بدل شي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته