خبرونهاقتصاد

په کونړ کې د هندواڼو او شفتالو له حاصلاتو ۲۰۰ میلیونه عاید ترلاسه شوی

کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر

د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وايي چې سږ د هندواڼو او شفتالو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی چې له لارې یې، بڼوالانو، سوداګرو او بزګرانو ۲۰۰ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.

د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې دغه ولایت کې یې د بڼوالۍ سکتور ودې ته زیاته پاملرنه کړې او د ځنځیروي ارزښت له مخې له دغه سکتور بڼوالانو، سوداګرو او عامه خلکو ته پوره ګټه رسېدلې ده.

د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عزت الله هدایت وايي، چې دا مهال کونړ کې د شفتالو ترڅنګ د هندواڼو په حاصلاتو کې هم د پام وړ ښه والی راغلی او له درکه یې بڼوالانو، بزګرانو او سوداګرو ته ښه عاید په لاس ورغلی دی.

هغه وایي د کونړ په پنځو ولسوالیو کې چې خاص کونړ ولسوالۍ یې په سر کې قرار لري، په ۵۰۰ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوي او ۴۲۵۰۰ ټنه حاصلات یې ورکړي دي.

مولوي هدایت وایي، چې د کرنې  په برخه کې پوره هڅې کوي، چې د بزګرانو وړتیا لوړه، نوې ټکنالوژي او باکېفیته تخمونو، کیماوي سرو، میوو او سبزیو ساتلو خونو څخه په استفادې یې حاصلات لوړ او بازار ته په ښه کیفیت محصولات وړاندې کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته