ورزش

په کونړ کې د والیبال سیالۍ د شګۍ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل/ د وري ۸ مه/ باختر
د کمال خان بند پرانیستې په ویاړ د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې د والیبال پیل شوې سیالۍ د کوز کونړ شګې ټیم په بریا پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د لغمان او ننګرهار ولایتونو په ګډون ۲۴ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې پای لوبې ته د کوز کونړ د شګې او نرنګ ولسوالیو لوبډلو لاره پيدا کړه، خو شګۍ وتوانېدله چې اتلولي په خپل نوم کړي.
د کونړ مرستیال والي واصف الله واصفي او د ولسي جرګې غړي جاوید ساپي د پای لوبې په مراسمو کې د کمال خان بند بشپړېدل د هېواد تاریخي ویاړ وباله.
دوی لوبې د ځوانانو د سالمو بوختیاوو او د ټولنو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مهمې یادې کړې او د پرمختګ په برخه کې یې د همکاریو ژمنه وکړه.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته