کابل، د چنګاښ٢ مه، باختر
په کونړ کې د موټرو د تګ راتګ د يو ستر استحکامي پله د جوړولو لپاره هڅې دوام لري.
ټاکل شوې، دغه پل د ٨٥ مترو په اوږدوالي او ٦ متره په سور د هغه پله په ځاى جوړشي چې پخوا ويجاړ شوى دى.
دغه پل چې په نورګل ولسوالۍ کې موقعيت لري، د نورګل او د خاص کونړ د ولسواليو او د ننګرهار ولايت د کاشګوټ ولسوالۍ په زرګونو کورنۍ له يو بل سره نښلوي.
ويجاړ شوي پله ترڅنګ د نوي استحکامې پله په جوړولو سره به خلکو ته زياتې اسانتياوې برابرې شي.
د کونړ د فوايد عامې رييس قاري معاذ باختر آژانس ته وويل، چې نوى استحکامي پل ٨٥ متره اوږدوالى او ٦ متره سور لري، او ټاکل شوې ده تر يوې مياشتې پورې ګتې اخيستنې ته وسپارل شي.
دا دريم استحکامي پل دى، چې د اسلامي امارت له برياليتوب وروسته په کونړ کې جوړېږي.
\ ج