کابل، د غبرګولي ۲۹ مه، باختر
د ملي دفاع وزارت او د خوړو نړیوال سازمان په وروستیو میاشتو کې د کونړ ولایت په ځینو سیمو کې د څو پراختیايي پروژو په تطبیقولو لاس پورې کړی دی.
په یو نوي اقدام کې د ملي دفاع وزارت د دیورنډ کرښې په یوه صفري سیمه کې د یو سړک د جوړولو کار پیل کړی دی.
دغه سړک د ۲۰ کیلومترو په اوږدوالي د ناړۍ په ولسوالۍ کې جوړېږي.
له بله پلوه د خوړو نړیوال سازمان په ناړۍ ولسوالۍ کې ۳۰ کیلو متره سړک چې په وروستیو کلونو کې ویجاړ شوی د کار په بدل کې د خوړو ورکړې پروګرام په اډانه کې ترمیم کړی دی.
د کونړ د ناړۍ ولسوال محمد ظاهر خاک دوست باختر آژانس ته وویل، چې هڅه کوي یادې ولسوالۍ ته د اسلامي امارت او د نړیوالو مرستندویو بنسټونو پاملرنه جلب کړي.
هغه دغه راز په ناړۍ ولسوالۍ کې د اوبو د څو کانالونو او ویالو د پاکولو خبر ورکړ چې د زرګونو جریبه ځمکې اوبه تأمینوي.
د ناړۍ ولسوالۍ یو قومي مشر د دغې ولسوالۍ د پرمختیا لپاره د اسلامي امارت له دغه اقدام څخه مننه وکړه.
ع