خبرونهټولنه

په کونړ کې سلګونو اړمنو کورنیو مرستې ترلاسه کړې

 کابل، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر

په کونړ کې سلګونو بېوزلو کورنیو د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمیشنرۍ د بشردوستانه مرستو تر پوښښ لاندې ونیول شوې.

د کونړ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس حاجي امان الله باختر آژانس ته وویل، چې په دې پړاو کې د ناړۍ، غازي آباد، اسمار او سوګي له ولسوالیو څخه څه د پاسه پر ۵۰۰ بېوزلو کورنیو مرسته وویل شوه چې هرې کورنۍ ۷۰۰ امریکايي ډالر ترلاسه کړل.

د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني د دغو مرستو د وېشلو په مراسمو کې وویل، چې هڅه کوي د بهرنيو او کورنيو مرستندویو بنسټونو په مرستو سره زیاتره بېوزلې کورنۍ د بشر دوستانه مرستو تر پوښښ لاندې ونیسي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته