ټولنه

په کونړ کې شل تنه واورو لاندې کړي دي

کابل / د سلواغې ۱۸ مه / باختر
د کونړ ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دانګام ولسوالۍ کې شل تنه واورې لاندې کړي دي.
د دانګام ولسوال ابو حمزه باختر آژانس ته وویل چې د ګوریګا بانډو په سیمه کې د وارورې ښوېدنې په پېښه کې ۲۰ تنه واورو لاندې شوي دي چې لس مړي له واورو وېستل شوي او نور کسان لا هم واورو لاندې دي؛ خو د را وېستلو لپاره یې هڅې پیل شوې دي.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي وايي چې پنځلس تنه له واورو وېستل شوي، پنځه واورو لاندې دي او دوه تنه نور له یادې پېښې ژوندي وتلي دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته