ټولنه

سيلاونو په سمنګانو کې زيات مالي زيان اړولي دي

کابل باختردثور دمياشتي٣٠ نيټه :

دسمنګانو ولايت دفيروزنخچير ، بردره صوف  او دروي دوآب په ولسواليو کې  په تيرو ٢٤ ساعتو کې  سيلاونو زيات مالي تاوان اړولي دي .

دسمنګانو ولايت له پيښو سره دمبارزي  رييس رجب علي يوسفي باختراژانس ته وويل  دهغو رپوټونو له مخې چې ددغو ولسواليو دمسوولينو له خوا رسيدلي دي ددغو سيلاونو له امله دفيروزنخچير ولسوالۍ په يوسفزو کلي کې يو اووه کلن ماشوم وژل شوى دى  او دغه راز داستوګنې پنځه کورونه ويجاړشوي دي.

دده دڅرگندونوله مخې  ددغو سيلاونو له امله  څلورسوه جريبه دانګورو بڼونه ، داوبو دوه څلويښت  بندونه اودبريښنا کوچنۍ بند او دوه سوه متره استنادي ديوالونه ويجاړ شوي دي او سل څاروي   او دوه زره جريبه کروندې له منځه تللي دي .

ده وويل  دغه راز  ددغو سيلاونو له امله  دبردره صوف  دتنګي حسيني  اوتنګي ګنجشګ  په سيمه کې دډبرو سکرو دکان مواصلاتي لاره ويجاړه شوې ده او دډبرو ليږدول بند شوي دي .

دده دڅرگندونوله مخې  دسيلاونو له امله دغه راز دروي دو آب  ولسوالۍ دخواجه  زايد په غاښي ، پره ګذر ، سرچشمه  اوباباعلم په سيمو کې دلسګونو کليومواصلاتي لارې ويجاړي شوي   دي اودولسوالۍ له مرکز سره  ددغو سيمو د زر ګونو تنو اوسيدونکو لارې تړل شوي دي .

په همدي حال کې دبردره صوف  ولسوال احمدعلي  حسيني ددغو سيلاونو راوتل تائيد کړل او دزيانونو اندازه يي  دوړاندې شويو شميرنو څخه زياته وبلله  او ويي ويل همدا اوس دشمال دډبرو سکرو دتصدي  دسړک جوړولو  وسايط  په دواړو کانونو کې دويجاړو شويوسړکونو په  جوړولو بوخت دي چې دبيا رغاونې   وروسته دډبرو سکرو ليږدول بيا پيليږي .

ده  دغه  راز  وويل له سيلاو ځپلو سره  تراوسه پورې دکوم مرکز له خوا مرسته  نه ده شوي .

داپه داسي حال کې ده چې دسمنګانو ولايت له پيښوسره دمبارزي  رييس رجب علي حسيني وويل  چې دتيري اوونۍ دسيلاونو  دراوتلو له امله په دغه ولايت کې درې تنه وژل شوي و   داستوګنې دوه څلويښـت  کورونه ويجاړ اودشپږزره  جريبه ځمکي  محصولات له منځه تللي و ..

دده دڅرگندونوله مخې  دولايت له امکاناتو څخه تراوسه پورې  له سلوکورينوسره چې کورونه يي ويجاړشوي  و خوراکي توکي ويشل شوي دي  خو خيريه موسسې  سږکال له هغو بزګرانو سره چې زراعتي محصولات يي له منځه تللي دي مرسته  نه کوي .

ده وويل په همدي دليل  دسمنګانو ولايت يوشمير بزګران چې دګروندو محصولات يي له منځه تللي دي په قهر دي اوهغوي ادعاکوي چې دکرنې محصولات يي دسيلاونو له امله له منځه تللي دي  او کوم بل عايد نه لري او ددولت  او خيريه موسسو دمرستي غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته