امنیت

په کونړ کې نهه ملکیان ټپيان شول

کابل / د تلې ۲ مه / باختر
د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې د هاوان یوه ګولۍ د ملکیانو په کور کې لګېدلې چې له امله یې ۹ ملکیان ټپیان شوي دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې تېره شپه په غازي آباد ولسوالۍ کې افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو نښته کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې د هاوان یوه ګولۍ د ملکیانو پر کور لګېدلې چې له امله یې د څلورو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۹ ملکیان ټپیان شوي دي.
مصمم وايي چې نښته کې یو سرتېری هم شهید شوی او یو بل ټپي شوی دی.
ویل کېږي نښته کې وسله والو  طالبانو ته هم د سر او مال درانه زیانونه اوښتي، خو د چارواکو په وینا کره شمېر یې نه دی معلوم.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته