کابل/ د وری ۲۰ مه / باختر
په کونړ کې د کار په بدل کې د خواکي توکو ورکړې پروګرام په آډانه کې ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.
د کونړ د اقتصاد رییس باختر آژانس ته وویل چې دغه کار د خوړو نړیوال سازمان له لوري د اقتصاد ریاست په همکارۍ خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه پیل شو.
د دې پروګرام له لارې د اسمار ولسوالۍ په کوډګو او کوټ کليو کې د سړک جوړولو چارې پیل شوې چې د ورځې به هر کاریګر ته دوه منه غنم ورکول کېږي.
صدیقي