خبرونهټولنه

په یونان کې د افغان پناه غوښتونکو ستونزې مخ په زیاتېدو دي

 کابل، د چنګاښ لومړۍ نېټه، باختر

د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بښنې نړیوال سازمان څرګنده کړې، چې د ځینو هېوادونو او په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو له افغان کډوالو سره چلند له تاوتریخوالي ډک او وحشتناک دی.

د دغو سازمانونو په وینا دغه بې ځایه شوي خلک د نړیوالو قوانینو له مخې له خپلو حقونو برخمن نه دي او لا هم له تاوتریخوالي او ناوړه چلند سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان هم د کډوالو په نړیوال قانون کې د هغو هېوادونو له بې مسوولیتۍ شکایت کوي، چې د افغان کډوالو د جبري اخراج د سمدستي پای ته رسولو او د هغوی د خوښې هېوادونو ته د خوندي تګ راتګ غوښتنه کوي.

د بښنې نړیوال سازمان له افغان کډوالو سره د اروپايي هېوادونو چلند وحشتناک بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان ګاونډیان او سیمه له افغان کډوالو سره ښه چلند نه کوي.

دوه ورځې وړاندې د ترکیې پوله ساتو ځواکونو د میرویچ په ښارګوټي کې هغه مهال پېښه تایید کړه، چې یو افغان ځوان یونان ته د ننوتو هڅه کوله د میرویچ پولیسو په ډزو وواژه.

دا په داسې حال کې ده چې د منځنۍ اسيا د دغه هېواد زياتره خلک اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د ترکيې له تګلوري زياته استفاده کوي، چې لومړی يونان او وروسته نورو اروپايي هېوادونو ته ورسېږي.

د اوکراين د جګړې په پيل سره په اروپايي هېوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو حالات زيات خراب شوي، ځکه دغو هېوادونو ته د اوکرايني پناه غوښتونکو په رارسېدو سره له افغانانو سره چلند تبعيضي دى، آن هغه هېوادونو چې له افغانانو سره ديني او فرهنګي تعلقات لري هم د افغان پناه غوښتوونکو په اېستلو کې سليقوي چلند کوي، چې ترکيه يو له دغو هېوادونو څخه ده.

د اوکراين د جګړې په پيل سره زياتره د اوکرايني پناه غوښتونکو او په ترکيه کې د روسانو د پانګې اچونې کوربه و، په داسې حال کې  چې ترکيې په تېرو شپږو مياشتو کې څه د پاسه ١٨ زره افغان پناه غوښتونکي په ٧٩ چارتر الوتنو کې افغانستان ته را استولي چې دا د اندېښنې وړ خبر دى.

د ايران د ايرنا خبري آژانس رپوټ ورکړى، چې د يونان ساحلي ګارد هم د يکشنبې په ورځ د غبرګولي په ٢٩ مه څرګنده کړه، چې سل تنه مهاجرين په آژه سمندرګي کې د ميکوموس د ټاپو په ساحل کې ژغورل شوي او څلور تنه بې درکه شوي چې زياتره يې افغانان دي.

د يونان ساحلي پوله ساتونکو په وروستيو دوو مياشتو کې  په لسګونو پناه غوښتونکي چې زياتره يې افغانان و او له ترکيې څخه د کوچنيو بيړيو په واسطه يونان او ايټاليا ته روان وو، ژغورلي، خو د بشر د حقوقو سازمانونه باور لري، چې د يونان ساحلي ګارد د مهاجرينو زياتره کوچنۍ بيړۍ له خپلو اوبو څخه ترکيې ته ستنوي، چې د هغوي د مړينې خطر زيات دى.

اروپايي رسنيو خبر ورکړى دى، چې د يونان پوله ساتونکو د تير سپتمبر په مياشت کې درې تنه مهاجرين وهلي او ډبولي او اوبو ته يې اچولي دي، چې له امله يې دوه تنه مهاجرين ډوب شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د هغو زرګونو افغان اتباعو برخليک چې له وروستيو بدلونونو وروسته د البانيا، ابوظبي، قطر او پاکستان پنډغالو ته لېږدول شوي معلوم نه دي، د نړۍ په پناه غوښتوونکو کې افغانان زيات شمېر لري، خو په هر هېواد کې له هغوي سره چلند له تبيعض څخه ډک دى. څه موده مخکې د ترکيې د اديرنه والي څرګنده کړې وه، چې د غير قانوني مهاجرينو د مړو شمېر چې د يونان پوځيانو له خوا ترکيې ته شړل شوي وو، ١٩ تنو ته زيات شوى دى، له مهاجرينو او پناه غوښتونکو سره د يونان سرحدي ځواکونو دوه ګونى بد اوله تاوتريخوالي ډک چلند د بشر حقوقو د کتوونکي د اندېښنې سبب شوى دى.

د بشر حقوقو د کتوونکي ډلې جګپوړي غړي بيل فرليک له افغان پناه غوښتوونکو  سره د يوناني ځواکونو تبعيضي چلند غير انساني بللى دی او ويلي يي دي يونان په داسې حال کې چې له اوکراينيانو د رښتيني پناه غوښتوونکو په توګه هرکلى کوي په مقابل کې افغانان په ډير ظالمانه ډول له هېواد څخه شړي، دغه دوه ګونى چلند داسې چلند دى چې د برابرۍ، د قانون د واکمنۍ او کرامت په اړه اروپايي ارزښتونه او ادعاګانې مسخره کوي.

دغه سازمان په خپل وروستي رپوټ کې څرګنده کړې، چې د يونان سرحدي ځواکونه د مهاجرينو له نيولو وروسته هغوی وهي او ډبوي او جنسي تېرى پرې کوي او د هغوى شخصي وسايل لوټوي او هغوى بېرته ترکيې ته لېږدوي.

خو د اروپا اتحاديي جګپوړو مقاماتو د يونان د سرحدي ځواکونو دغه اقدامات ستايلي  او دغه هېواد ته يې د اروپا اتحايي د (سپر) نوم ورکړى دغه هېوادونه ځانونه په نړۍ کې د بشر د حقوقو مدافعان بولي.

د پناه غوښتونکو د حقوقو څېړونکي او د بشر حقوقو د کتونکي ډلې غړې نادياهاردمن د مهاجرينو په وړاندې د اروپا اتحاديي د جګپوړو مقاماتو په دغه عمل په انتقاد سره وايي، د اروپا اتحاديه د دې په ځاى چې د هغو پناه غوښتونکو او مهاجرينو سره چې د بېلابېلو دليليونو له امله اروپا ته روانېي مرسته وکړي، د مهاجرينو په وړاندې د يونان پوليسو د وحشیانه کړنو قدرداني کوي.

هغه کسان چی له یونان څخه شړل شوي د يوناني پوله ساتوونکو ځواکونو له کړاونو کيسي لري، په زياتو مواردو کې مرکه کوونکو مهاجرينو د بخښني نړيوال سازمان ته ويلي ” د يونان امنيتي ځواکونو آن د ښځو جامي اېستلي او په زوره يې ترکيې ته شړلي دي.”

د بشر حقوقو کتوونکي په خپل رپوټ کې دغه مسله په دې ډول خپره کړې، د يونان پوليسو يو شمير پناه غوښتوونکي د ترکيي او يونان ترمنځ په ځمکنۍ پوله کې نيولي او د هغوى جامي يې ايستلي او د هغوي پيسې، تيلیفونونه او نورې شتمنۍ يې لوټ کړې دي.

د دغه رپوټ په دوام ليکل شوي د يونان پوليس وروسته دغه مهاجرين نقاب لرونکو نارينه وته سپاري، او په کوچنيو بيړيو کې هغوي سپرولو ته اړ باسي، دغه نقاب لرونکي کسان مهاجرين د اورس سيند په نيمايي کې هغوی اړ باسي چې د ترکيې په لور حرکت وکړي، په يونان کې افغان پناه غوښتونکي وايي، چې د دغه هېواد د حکومت په دښمنانه سياستونو برسېره له بنسټپالو ناسيوناليستي ډلو سره هم مخ دي، چې کله ناکله په پناه غوښتونکو بريدونه کوي.

رسنۍ ويلي، چې يونان افغانانو ته د ګوانتانامو د زندان په ډول شوى، چې په هغه کې له ځورونې او بد چلند پرته بله خبره نشته.

بايد وويل شي، چې اميرالمومين څه موده مخکې پوځي مسوولينو ته لارښوونه وکړه تر څو د هغو کسانو ستونزې وڅېړي، چې له هېيواد څخه تښتي، هغوی ته دې اسانتياوې برابرې کړې او د هغوي ستونزې حل کړي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو د ستونزو په اړه ويلي، چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو او د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارتونه داسې لارې چارې او پلانونه نيولي، چې په ټولو هېوادونو کې له افغان مهاجرينو سره د بد چلند مخه ونيول شي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته