نړۍ

پوتين د جمهوري رياست په انتخاباتو کې دمتحدي روسيې دګوندرسمې نوماندى شو

ولاديميرپوتين چې له دې مخکې دوه  دوري دروسيې جمهوررييس  و ددريم ځل لپاره دغه مقام ته درسيدو لپاره انتخاباتي سيالۍ پيلوي .

دمتحدي روسيې دګوند دغړو غونډې پوتين د ٢٠١٢ ميلادي کال د جمهوري رياست انتخاباتو ته رسمې کانديد وټاکه  او ده هم دغه غوښتنه ومنله.

په دې  غونډه کې دروسيې اوسنۍ  جمهوررييس ديميتري مدوديف دپوتين په ستايلو کې هغه دمدرنې روسيې ډير محبوب ، تجربه لرونکي او بريالي سياستوال وباله.

 پوتين له ٢٠٠٠ ميلادي کال را په  دې خوا په پرله پسي توګه ددوو  دورو لپاره دروسيې جمهوررييس و  خو دقانوني خنډونو په دليل له هغه وروسته يي  ونه کړاى شول دروسيې  جمهوررييس شي نو ددې لپاره دده صدراعظم ديميتري مدوديف په انتخاباتو کې گډون  وکړ اودده ځاى يي ونيوه  پوتين ٥٩ کلن دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته