امنیت

پوليسوداتصالاتو دمخابراتي شبکې غلا شوي سيم کارتونه ترلاسه کړل

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١١
دبغلان ولايت پوليسو نن داتصالاتو دمخابراتي شبکې غلا شوي کريدت کارتونه چې دوه مليونه افغانۍ ارزښت لري بيرته ترلاسه کړل.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه کريدت کارتونه چې دخنجانو له ولسوالۍ څخه غلا شوي و دپوليسو له خوا په پلخمري ښار کې ترلاسه شول او ددغه شرکت استازي ته وسپارل شول.
بشارت زياته کړه : غل په تيښتې بريالۍ شوى او پوليس يې په لټه کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته