روغتیا

ايټاليا د روغتيايي خدمتونو د پياوړتيا لپاره د دوو مليونو ډالرو مرسته وکړه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣
د عامې روغتيا وزير او په کابل کې د ايټاليا سفير نن د افغانستان د خلکو د روغتيا له برخې سره د ايټاليا د دوو مليونو ډالرو د مرستې سند لاسليک کړ.
دغه مرسته په مشخصه توګه په کابل کې د استقلال روغتون د خدمتونو د ښه والي او په هرات کې ولايت کې د امبولانس د خدمتونو په برخه کې لګوله کيږي.
دعامې روغتيا وزارت د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز وويل: له دغې مرستې څخه د استقلال روغتون د تشخيصه د مرکز، د ښځو د سرطان د ناروغيوب برخه، د جدي سوځيدنې د څارنې د څانګې، پلاستيکي جراحۍ، فيزوتراپي لپاره د طبي او غير طبي تجهيزاتو د برابرولو او د دغه روغتون د کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې استفاده کيږي.
ډاکتر فيروز وويل: د دغې مرستې يوه بله برخه په هرات ولايت د امبولانس د خدمتونو د ښه والي او د اسلام قلعه-رباط سنګي په تګلورې کې د امبولانس د خدمتونو د دريو مرکزونو د جوړولو او د طبي او غير طبي تجهيزاتو د بريدونو په برخه د امبولانس د ساتنې او څارنې د خدمتونو او د کارکوونکو د ظرفيتونو په لوړولوکې لګول کيږي.
د عامې روغتيا وزير د ايټاليا د دغو مرستو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې ددغه هيواد د همکاريو په دوام باندې يې ټينګار وکړ او ويې ويل: دغه وزارت ژمن دى چې د مرستندويو هيوادونو له مرستو څخه په شفاف ډول په هيوادکې د روغتيايي خدمتونو په ښه والي کې زياته استفاده وکړي.
د عامې روغتيا وزير زياته کړه: د ايټاليا دغه مرسته زموږ د هغو ژمنو د تطبيق په موخه ترسره کيږي چې موږ يې ژمنه کړې وه چې د روغتونونو خدمتونه ښه کوو چې د افغانانو روغتيايي ستونزې په هيوادکې لرې شي او د ايټاليا په دغه مرستې سره به موږ په استقلال روغتون کې د عصري تشخيصه مرکز شاهدان و اوسو چې د سرطان د آزمايښت په ګډون په ډول ډول آزمايښتونه پکې ترسره شي.
دغه راز په کابل کې د ايټاليا سفير لوشيانا پيزوتي خبرې وکړې او ويې ويل چې د دوستانه اړيکو ټينګښت او د همکاريو دوام د دواړو هيوادونو په ګټه دي.
د يادونې وړ ده چې پخوا هم ايټاليا د څه دپاسه دوو مليونو ډالرو په ارزښت په کابل کې د استقلال روغتون د روغتيايي خدمتونو او د هرات ولايت د امبولانس د خدمتونو په ښه والي کې مرسته کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته