ښوونه او روزنه

پوهاند ډاکټر الف شاه ځدران له نړۍ سترګې پټې کړې

کابل/ د تلې لومړۍ / باختر

د کابل پوهنتون استاد پوهاند ډاکټر الف شاه ځدارن د ورپېښې ناروغۍ له امله نن د ۷۶ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

پوهاند ډاکټر الف شاه ځدارن د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی لوستی و او بیا یې په امریکا کې دوه ماسترۍ اخیستې وې – یوه په انسان پېژندنه او بله هم په لرغونپېژندنه کې. همدارنګه په انسان پېژندنه کې یې له امریکا څخه دوکتورا هم ترلاسه کړې وه.

ده د خپل عمر ډېر کلونه په کابل پوهنتون کې د استادۍ سپېڅلې دنده سرته ورسوله او د څو کلونو لپاره د کابل پوهنتون علمي مرستیال و. ګڼ محصلان یې وروزل، علمي آثار یې ولیکل او همدرانګه په ژباړه کې یې هم ځانګړی مهارت درلود او ډېر آثار یې ژباړلي دي. د ده مړینه د هېواد علمي کورنۍ ته ضایعه ده.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته