امنیت

طالبانو يو ښوونکى په ډزو سره وواژه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١١
طالبانو په نورستان ولايت کې يو ښوونکى په ډزو سره وواژه.
دغه ښوونکى نن سهار د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ کې په ښکاره له دولت سره د همکارۍ په تور ونيول شو او په ډزو سره ووژل شو.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ښوونکى درې ورځې مخکې د کونړ او نورستان ترمنځ له يوه کلي څخه وتښتول شو او نن د طالبانو د افرادو له خوا د لسګونو تنو کليوالو د سترګو په وړاندې په ډزو سره ووژل شو.
ده وويل: د دغه ښوونکى جرم يواځې دا و چې په يوه دولتي ښوونځي کې زده کوونکو ته لوست ورکاوه.
تر اوسه پورې طالبانو په دې باب څه نه دي ويلي.
په نورستان ولايت کې د طالبانو د ډلې افرادو په وروستيو دريو کلونوکې دښوونکو په ګډون څو تنه ملکي وګړي په دې دليل چې په دولتي ښوونځيوکې لوست ورکوي؛ په ډزو سره وژلي دي.
طالبان هرڅوک چې په يو ډول نه يو ډول د افغانستان په نظام کې کار کوي؛ خپل دښمن بولي او پرې بريدکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته